ی. جدی ۳۰ام, ۱۴۰۳

د ټولګټو چارو وزارت د رسنیو دفتر څرګنده کړې؛ د کابل – جلال آباد لویې لارې د ويجاړو برخو د رغېدو او بیارغونې کار، د استنادي او محافظتي دیوالونو جوړولو، د دغه سړک اړوند یوشمېر پلګوټو پاک کاري او د سړک د ویجاړېدو د مخنیوي لپاره د یو شمېر استنادي دېولونو کار له کابل دروازې څخه تر لغمان ولایت پورې پیل کړی او دا مهال یې چارې روانې دي.
یاد وزارت زیاته کړې: دغه سړک، چې ۶۸ کيلومتره اوږدوالی لري؛ د رغېدو او بیارغونې کار يې د ټولګټو چارو وزارت او خصوصي شرکت ترمنځ د ۲۳میلیون افغانیو پر ارزښت د لاسلیک شوي تړون له مخې روان دی، چې لګښت یې د یاد وزارت له بودجې ورکول کیږي.
ویل کیږي، چې د دغې لويې لارې له رغېدو او بيا رغونې سره به د مسافرينو ترانسپورتي ستونزې د پخوا پر پرتله اوارې شي او خلک به اسانه تګ راتګ وکړي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *