ی. جدی ۳۰ام, ۱۴۰۳

د هرات په زلزله‌ځپلو کلیو کې د خټینو او زاړو کورونو شتون، ځايي خلکو ته د درنې مرګ ژوبلې له اصلي لاملونو ګڼل کېږي. 
هغه کورونه چې اوس ویجاړ شوي په ابتدايي بڼه له خټو او خاورو جوړ شوي وو. ډېری کورونه په لومړنۍ زلزله کې ویجاړ شول.
په هرات ښار او ولسوالیو کې معیاري او پاخه کورونه د تېرو دوو اونیو په زلزلو کې ویجاړ شوي نه دي او د هغوی اوسېدونکو ته هم زیان نه دی رسېدلي.
په زلزله ځپلو کلیو کې ژوند د خلکو لپاره وېروونکی دی. دوی وایي، نور چمتو نه دي خټین کورونه جوړ او ترې لاندې ژوند وکړي
د رسمي شمېرو پر بنسټ، د هرات په ځينو ولسوالیو کې څه باندې ۵۰ کلي د هرات په زلزلو کې په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *