ی. جدی ۳۰ام, ۱۴۰۳

د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو او ورسره ملګري پلاوي یې پرون (دوشنبه د لړم لومړۍ) د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره په کتنه کې ویلي، چې په افغانستان کې په ځانګړي توګه د امنیت او ثبات په ګډون ښه پرمختګونه رامنځته شوي دي.
په دې کتنه کې فریدون سینیرلي اوغلو د افغانستان په اړه خپله ارزونه وړاندې ورکړ او څرګندوي؛ هڅه کوو، چې د نړیوالې ټولنې او د افغانستان اسلامي امارت تر منځ ناسم پوهاوی له منځه یوسو.
هغه زیاته کړې؛ افغانستان اوږد تاریخ لري او مونږ له اسلامي امارت سره ښې اړیکې غواړو او هیله لرو، چې افغانستان له ګاونډیانو او نړۍ سره په سوله کې ژوند وکړي او د نړیوالې ټولنې فعال غړی شي.
هغه ويلي، چې د افغانستان لپاره بايد د تخنيکي او پراختيايي مرستو په برخه کې کار وشي؛ ځکه د دې هېواد خلک دغو مرستو ته اړتيا لري.
دغه راز د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د نومړي پر مشرۍ پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ ویلي: اسلامي امارت له نړۍ سره د متقابل احترام او تعامل په فضا کې د مثبت تعامل غوښتونکی دی او د اسلامي امارت د مسوولینو تر منځ دا ډول ناستې د امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ د باور رامنځته کولو لپاره ښه کار دی او مسایل باید د خبرو او بحث له لارې حل شي.
عبدالسلام حنفي د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته مثبتو پرمختګونو ته په نغوته کې ویلي، چې په افغانستان کې بشپړ امنیت خوندي شوی، د نشه‌یي توکو کښت، تولید او قاچاق بند دی، د اداري فساد مخه نیول شوې، عفوه اعلان شوې او پخپل ځواک پاتې ده. لسګونه زر روږدي کسان راټول او درملنه یې شوې، مطبوعات د اسلامي اصولو او ملي ګټو په چوکاټ کې فعالیت کوي او د هېواد د ټولو وګړیو حقوق له اسلامي اصولو سره سم تنظیمیږي.
نوموړي زیاته کړې: مونږ د افغانستان آبادول او د تېرو څلور لسیزو پر زخمونو مرهم لګول غواړو او اسلامي امارت به هیچا ته اجازه ورنه‌کړي، چې د افغانستان خاوره د نورو د امنیت پر ضد وکاروي.
عبدالسلام حنفي همداراز ویلي: هیله لرو، چې ستاسې له ماموریت سره د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې تر منځ شته ناسم پوهاوی حل شي

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *