ش. جدی ۲۹ام, ۱۴۰۳

افغان لوبډلې د لوبو په ډګر کې د پاکستان خلاف له بریا سره د افغان مینه والو یو ارمان پوره کړ. یوازې ارمان نه بلکې په دغې بریا افغانانو پراخې خوښۍ وکړې، د افغانستان او نړۍ له بېلابېلو ښارونو د اتڼونو، نمانځنو او خوښیو وېډيوګانې خپرېږي او که مبالغه ونه شي، ښايي کم افغانان به وي چې ټولنیزې رسنۍ کاروي او پر هغې یې خپله خوښي نه وي څرګنده کړې.

دا خوښۍ د اکتوبر په ۲۳مه د نړیوال جام په چوکاټ کې د افغان لوبډلې په لاس د اتو وېکټو په لوی توپیر د پاکستان له ماتولو وروسته څرګندیږي چې تر ډېره به یادیږي.

د پاکستان خلاف دا عادي بریا هم نه ده بلکې افغانستان په دې “یو طرفه” لوبه کې، پخپلې تاریخي بریا څو ریکارډونه هم پخپل نوم کړل.

-لومړی دا چې افغانستان پخپل تاریخ کې په لومړي ځل پاکستان ته په یوه ورځنۍ کرېکت لوبه کې ماتې ورکړه، ماته ماته وي خو په نړیوال جام کې دا ماته بیا که له یوې خوا پاکستانیانو لوی شرم بللی او په خپله لوبډله یې غوصه څرګنده کړې، له بلې خوا یې سخته ستاینه روانه ده او افغانان یې سخت ویاړمن کړي.
له دې وړاندې دواړه لوبډلې ۷ ځلې په پنځوس اوریزه لوبو کې سره مخ شوې او ټولې لوبې پاکستان ګټلې وې.

-دویم ريکارډ دا چې افغانستان په اول ځل د کومې لوبډلې خلاف د ۲۸۳ منډو ستر هدف پوره کړ، هغه لوبډله چې په توپ وهنه یې تل نیوکې کېدې چې ګویا ستر هدف نشي پوره کولی.

افغانستان له دې وړاندې په کال ۲۰۱۴م کې د متحده عربي امارتو د اتو وېکټو پر زیان ۲۷۴ منډو بدل کې ۲۷۶ منډې تر لاسه کړې وې، خو له نږدې یوې لسیزې وروسته یې ان ۲۸۳ منډې پوره کړې هغه هم د پاکستان خلاف.

د افغانستان لپاره به دا هم تل په ياد وي چې د یو ورځنیو سیالیو کوم نړیوال جام کې یې دویمه بریا تر لاسه کړه.

له دې وړاندې افغانستان د ۲۰۱۵م نړیوال جام کې د سکاټلنډ خلاف یوه لوبه ګټلې وه، په ۲۰۱۹م کال کې تش لاس هېواد ته ستانه شوې وه او دا ځل یې له انګلنډ وروسته پاکستان هم مات کړ.

په دې مانا چې، دا په نړیوالو جامونو کې له شلو لوبو درې بریاوې او په یوه نړیوال جام کې دویمه بریا شوه.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *