د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي وايي چې پر تور سمندرګي د ولکې لپاره د مسکو خوب به رېښتیا نه شي.
د زیلینسکي دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې په تورسمندرګي کې د اشغال شوې کریمیا ټاپووزمې په بندري ښار سیواستوپول کې یوه شپه مخکې د روسیې پر سمندري ځواکونو د برید یوه بله هڅه وشوه.
زیلینسکي پرون (د اکتوبر په ۲۴مه) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې یوې غونډې ته په آنلاین وینا کې د سیواستوپول برید ته چې د سیمې د روس پلوو چارواکو په وینا په شا وتمبول شوه، اشاره ونه کړه خو ویې ویل چې پر کریمیا او تور سمندرګي د ولکې لپاره د روسیې خوبونه به رښتیا نه شي، خو زیلینسکي دا یادونه هم وکړه چې دا د وخت خبره ده.
