ش. جدی ۲۹ام, ۱۴۰۳

د پاکستان په چمن کې سلګونو کسانو د پاکستان حکومت وروستی پریکړې په غبرګون له لاریون وروسته پرلت کړی دی.
د پاکستان لنډمهالي حکومت ویلي چې له دې وروسته له پاسپورټ پرته چاته پر یاده دروازه د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.
پاکستان د بلوچستان د اطلاعاتو ایالتي وزير وایي د سپين بولدک پر دروازه د ازاد تګ راتګ له امله پاکستان له امنیتي ګواښونو سره مخ دی.
 نوموړی ادعا کوي چې د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ راهيسي د رامنځته شویو پېښو له ډلې ۱۴ یې له افغانستان سره تړاو لري.
د بلوچستان د اطلاعاتو ایالتي وزير، جان اڅکزي و ویل: « د سپين بولدک لار ځکه اوس پاکستان ته يو ګواښ دی، چې هره  ورځ پرې تر۱۵ زره پورې کسان تګ راتګ کوي او د هیچا پر تندي نه دي ليکلي، چې څوک سم او څوک ترهګر دی، له بدغه مرغه باید ووایو، چې پاکستان کې د روان کال د جنورۍ راهیسې شل ځانوژنکې حملې شوې، چې د ۱۴ کسانو تړاو زمونږ له ګاونډي هیواد افغانستان سره وو.»
د اسلامي امارات ویاند، ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز شبکی ته و ویل: «موږ دا ادعا په کلکه ردوو، افغانان چې په هغه هېواد کې په هیڅ پېښه کې لاس نه لري. دوی هلته د مهاجرت شپې او ورځې تیروي او لکه د هغه هېواد اتباعوو غوندې ژوند کوي.»
دا پرېکړه داسې مهال کېږي، چې له کلونو راهیسې هره ورځ د سویلي ولایتونو سلګونه اوسېدونکي د چمن له لارې پاکستان ته پر پېژندپاڼه تګ راتګ کوي، خو د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له لسمې وروسته یوازې هغه کسان پر دې لار تګ راتګ کولای شي، چې پاسپورت او ویزه ولري.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *