ش. جدی ۲۹ام, ۱۴۰۳

که څه هم اسرائیلو په غزه کې خپل پوځي عملیات پراخه کړي؛ خو سپینې ماڼۍ د جمعې پر ورځ ویلي، چې امریکا به پر اسرائیلو د بندیزونو د لګولو هڅه ونه‌کړي.
د رویترز د څرګندونو له مخې؛ د اسرائیلو نوی پوځي برید په داسې حال کې تر سره کیږي، چې امریکا د غزې ملکي وګړیو ته د سونګ توکو او مرستو لیږلو لپاره د بشري وقفې د تنظیم هڅه کوي. دا، چې پراخ ځمکني عملیات به د وقفې پر هڅو څه اغېزه وکړي؛ معلومه نه‌ده.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي په یوه خبري کنفرانس کې د اسرائیلو د پراخو ځمکنیو عملیاتو په اړه څه ونه‌ویل؛ خو څرګندوي: واشنګتن د اسرائیلو د دې حق ملاتړ کوي، چې د اکتوبر پر اوومه د حماس وسله‌والو د اسرائیلو په جنوبي سیمو کې ۱۴۰۰ کسان ووژل.
هغه څرګنده کړې: مونږ د اسرائیلو لپاره سره کرښه نه‌کاږو.
کربي دا ټینګار هم کړی، چې امریکا له اسرائیلو سره د خپلو عملیاتو پر اهدافو، په غزه کې د ملکي وګړیو د خوندیتوب، د اسرائیلي یرغمل شویو د بېرته ستنولو د هڅو او په غزه کې له ځمکنیو عملیاتو وروسته د بیا کتنې د اړتیا په اړه خبرو ته دوام ورکوي.
نوموړي ویلي: له پیل څخه، مونږ د دې کار د څرنګوالي په اړه له دوی سره خبرې اترې درلودې او دوام به ورکوو. مونږ د ملکي تلفاتو، جانبي زیانونو او د دوی د چلند په اړه د خپلې اندېښنې په څرګندولو کې شرم نه‌ لرو. دا هغه څه دي، چې ملګري یې ترسره کولی شي او مونږ یې هم ملګري یوو

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *