ش. قوس ۱۰ام, ۱۴۰۳

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر د مرکزي اسیا لپاره د اروپايي ټولنې د پراختیايي مرستو له مشرې «سارا او» سره کتلي دي. په دې کتنه کې اغلې سارا ویلي چې اروپایي ټولنې د هرات د زلزله ځپلو لپاره ۴.۵ میلیونه یورو مرسته اعلان کړې او د راستنېدونکو لپاره یې هم د کډوالو له نړیوال سازمان سره د ۱۵ میلیونو یورو هوکړه لیک لاسلیک کړی. هغې ډاډ ورکړی چې د راستنېدونکو لپاره چمتووالی لري او افغانان به هېڅکله یواځې پرېنږدي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *