اسراییلو اعلان کړی چې له ترکیې څخه د خپل ډیپلوماتیک ماموریت غړي باسي.
دا اعلان وروسته له هغه کېږي چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په غزه کې د اسراییلو پر پوځي عملیاتو انتقاد وکړ او اسراییل یې جنګي جنایتکار وباله.
ښاغلي اردوغان پرون په استانبول کې د فلسطینیانو د پلویانو غونډې ته د وینا پرمهال وویل، ترکیه دې ته تیاري نیسي چې اسراییل د غزې په تړانګه کې د پوځي اقداماتو په خاطر جنګي جنایتکار اعلان کړي.
د اسراییل د بهرنیوچارو وزیر الي کوهن پرون شنبې پر ټولنیزو شبکو په یوه بیان کې ولیکل چې د اردوغان تندو خبرو ته په پام سره اسراییل خپلو ډيپلوماتانو ته امر کړی چې هېواد ته ستانه شي څو د ترکیې او اسراییلو پر اړیکو بیا غور وکړي.
