ش. قوس ۱۰ام, ۱۴۰۳

د  یکشنبې پر ورځ د ازبکستان د لومړي وزیر د مرستیال جمشید خواجه‌یوف پر مشرۍ یو پلاوی کابل ته راغلی دی.
په دغه ۴۵ کسیز پلاوي کې د کانونو، ترانسپورت، سوداګرۍ وزیران، سوداګر او د خپلواکو ادارو استازي برخه لري.
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه سفر موخه د دوه اړخیزې سوداګرۍ پراختیا، ترانزیتي ستونزو ته د حل لارې موندل او په کابل کې د یوه نندارتون پرانیستل دي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *