س. جدی ۲۵ام, ۱۴۰۳

د پاکستان د لنډمهالي حکومت د کورنیو چارو وزیر سرفراز بوګټي ویلي چې له پاکستانه د ناقانونه کډوالو د ایستلو طرحه بشپړه شوې ده.
د نوموړي پر وینا، د ناقانونه کډوالو د ایستلو لړۍ به د راتلونکې نومبر میاشتې له دویمې پېل او د اوونۍ په درېیو پړاونو کې له پاکستانه وایستل شي.
ښاغلی بوګتي وايي:«هغوی چې کارتونه لري هغوی به پاتې وي او څوک چې دلته ناقانونه اوسېږي او د سفر سند هم نه‌لري، هغوی به ایستل کېږي او وروسته له هغې به هغه افغانان وایستل شي چې کارتونه لري او بیا به ورپسې هغوی هم و ویستل شي چې د کډوالۍ سندونه لري.»
ورته مهال په پاکستان کې مېشت افغان کډوال د حکومت له لوري د ایستلو د ضرب الاجل په وروستیو ورځو کې دلته راټول شوي او د وضعیت په تړاو د اندېښنو شریکولو ترڅنګ، د حل لار په لټه دي.
پاکستان کې د افغان کډوالو د شورا غړی سیال محمد وصال وايي:«یو پرانیستی لیک چمتو کړو چې د پاکستان قاضي‌القضات، کورنیو چارو وزیر، کډوالو وزیر او بشري حقونو وزیر سره یې یوه لیدنه ولرو.»
پاکستان کې افغان کډوال مجاهد خان شینواري هم وویل:«په ژمي کې هغه کډوال چې افغانستان ته ځي د اوسېدو لپاره یې ځای او سرپناه نشته.»
بلخوا اسلامي امارت ډاډ ورکوي، هغو کډوالو ته د رسېدنې لپاره بشپړ چمتووالی لري چې له پاکستانه را استول کېږي او دوی ته به د اړتیا وړ لازم روغتیايي او خوراکي امکانات برابر شي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څرګندوي:«هغه کسان چې سرپرست نه‌لري، کمېسیون ورته تر خپله وسه خدمتونه وړاندې کوي. د ټرانسپورټ په برخه کې، د لومړنیو توکو او خوړو په برخه کې ورسره همکاري کېږي.»
په تېره یوه میاشت کې ګڼو هېوادونو او نړۍوالو بنسټونو له پاکستانه و غوښتل چې د افغان کډوالو د ایستلو پر پریکړه له سره غور وکړي خو پاکستان پر خپل دریځ د تېر پرتله ډېر ټینګار کوي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *