په افغانستان کې د اسلامی امارت حکومت له پاکستان څخه غوښتي چې په دغه هېواد کې مېشتو بې اسنادو افغانانو ته د وتلو لپاره نور وخت ورکړي.
د پاکستان حکومت ۱.۷ میلیونو افغانانو ته چې وايي په دغه هېواد کې په غیر قانوني توګه ژوند کوي، د نومبر تر لومړۍ نیټې مهلت ورکړی و چې په خپله خوښه ووځي، که نه په زور به وشړل شي.
د پاکستاني سرحدي چارواکو په وینا، د اکتوبر په پیل کې ددغه مهلت د اعلان کېدو راهیسې لږ تر لږه ۱۳۰ زره افغان کډوال له پاکستان څخه وتلي دي، چې په نتیجه کې یې د افغانستان او پاکستان تر منځ پر سرحدي دروازو باندې د ګڼې ګوڼې له امله فشارونه زیات شوي دي.
طالب چارواکو له پاکستان او نورو هېوادونو مننه کړې چې د لسیزو جګړو پر مهال یې د میلیونونو افغانانو کوربه توب کړی دی. خو د سه شنبې په ورځ اکتوبر ۳۱ (لړم نهمه) په یو بیان کې، طالبانو د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې ” افغانان په اجباري ډول په بیړه ونه شړي او هغوی ته د تیاري دپاره وخت ورکړل شي.”