له کندهاره د ۹۵ میلیونه ډالرو په ارزښت ۳۰زره ټنه وچه مېوه صادر شوې ده.
د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولان وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې له دغه ولایت څخه د ۹۵ میلیونه ډالره په ارزښت بهرنیو هېوادونو ته د وچې مېوې صادرات شوي چې کشمش یا ممیز، ابجوشي، بادام، انځر، شکرپاره، پسته او ځینې نور په کې شامل وو.
