ی. جدی ۳۰ام, ۱۴۰۳

د  رسنیو د راپورونو او شنونکیو د څرګندونو له مخې؛ شمالي کوریا په هسپانیا، هانګ کانګ او د آفریقا په څو هېوادونو کې خپل ۱۲ سفارتونه تړي، چې دا کار به په بهر کې د پیونګ یانګ دیپلوماتیک شتون ۲۵ سلنه راکم کړي.
د سویلي کوریا د یووالي وزارت د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې د شمالي کوریا د دیپلوماتیکو ماموریتونو وروستي تړل کېدا د دې نښه ده، چې دا ګوښه شوی هېواد د نړیوالو بندیزونو له کبله په بهر کې د پیسو ګټل ځانته ستونزمنوي.
د دوشنبې په ورځ، د شمالي کوریا دولتي رسنۍ KCNA څرګنده کړې، چې د هېواد سفیرانو تېره اوونۍ د انګولا او بوګاندا له مشرانو سره الوداعي ملاقاتونه وکړل او په دواړو افریقایي هېوادونو کې سیمه‌ییزو رسنیو د شمالي کوریا د سفارتونو له تړلو خبر ورکړ.
دغه راز په یوه راپور کې راغلي، چې ښايي د نړیوالو بندیزونو له کبله له ۱۲ ډېر ماموریتونه وتړل شي.
د جنوبي کوریا د یووالي وزارت، چې د کوریاګانو تر منځ چارې اداره کوي ویلي، چې د شمالي کوریا وتل د نړیوالو بندیزونو اغېز منعکسوي، چې هدف یې د اتومي پروګرامونو لپاره د تمویل کمی دی.
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ شمالي کوریا له ۱۵۹ هېوادونو سره رسمي اړیکې لري؛ خو له انګولا او یوګاندا څخه د وتلو تر مهاله یې په بهر کې ۵۳ سفارتي ماموریتونه او درې قونسلګرۍ او درې د استازولې دفترونه لري.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *