د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ څرګنده کړې، چې نن شنبه د لمریز لېږدیز کال د تلې پر ۱۳نېټه د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د یوه لوړ پوړی پلاوي پر مشرۍ ایران ته روان شو.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالۍ زیاته کړې؛ په دې سفر کې به د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال او مل پلاوی د ایران اسلامي جمهوریت له چارواکو سره پر دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، ترانزیت، ترانسپورت، بېخبناوو، اوسپنېپټلۍ، سیمهییز اتصال، چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ زیاتوالي، په دې بندر کې د افغانستان د ښکېلتیا پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي همکاریو بحث او خبرې وشي.
ویل کیږي، چې د سفر پر مهال به دا پلاوي د ایران دولتي او خصوصي اړوند سکتورونه د افغانستان په کرنیز، کانونو، ترانسپورتي او صنعتي سکتورونو کې پانګونې ته راوبلل شي.