په کابل کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس، مولوي سلیم حقاني په هغه غونډه کی چې د هېواد د ۳۴ ولایتونو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارتونو رئیسانو ته د لارښونې په موخه جوړه شوې وه وویل چې که امیرالمؤمنین اجازه راکړي موږ چمتو یو. چی د اسراییلو په وړاندې جګړی ته لاړ شو.
په کابل کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې مشر زیاته کړه چې د ټولو مسلمانانو وینه یو شان ده.
او زیاته کړه، چې د افغانستان ګاونډیان د ټولو نړیوالو اصولو پر خلاف د افغان مهاجرینو له خپل هیواد وشړی، افغانستان په هر ډګر کې په بد حالت کې دی او له دوی څخه غوښتنه کوو چې پر افغانانو رحم وکړي.
