ش. قوس ۱۰ام, ۱۴۰۳

 افغانستان وکولای شول چې د کرکټ د پنځوس اوريز نړيوال جام د لوبو په لړ کې هالنډۍ لوبډلې ته په اوو ويکټو ماتې ورکړي.د افغانستان او هالنډ تر منځ لوبه نن جمعه، ۱۲ د لړم ترسره شوه چې هالنډ د ټاس په ګټلو افغانستان ته د توپ وهنې بلنه ورکړه او په ۴۷ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يې افغانستان ته د ۱۸۰ منډو کم هدف ورکړ.
که څه هم د هالنډۍ لوبډلې د پيل يو لوبغاړی په لومړي اور کې وسوځېد خو تر دې وروسته د هالنډي لوبغاړو تر منځ د ۷۳ منډو اوږده ملګرتيا وشوه مګر د څلورو هالنډي لوبغاړو رن اوټ لوبه د هالنډ له کنټروله وايستله.د هالنډ له لوري تر ټولو ډېري منډې ۵۸ سيبرانډ اينجيل بريټ وکړې.
د افغانستان له لوري محمد نبي درې، نور احمد دوه او مجيب الرحمان يو هالنډي لوبغاړي وسوځول.
د افغانستان له لوري توپ وهنه ښه را پيل شوه. دوو لوبغاړو رحمت شاه او لوبډلمشر حشمت الله شهيدي پنځوسيزې وکړې.افغانستان وکولای شول چې د لوبې په ۳۲ اور کې هالنډ ته په اوو ويکټو ماتې ورکړي.
د هالنډ له لوري درو لوبغاړو ثاقب ذوالفقار، دير ميروي او لوګان وان ويک يو-يو افغان لوبغاړی وسوځاوه.
د يادونې وړ ده چې افغانستان تر اوسه په خپلو اوو لوبو کې څلور لوبې له انګلستان، پاکستان، سريلانکا او هالنډ څخه ګټلې دي.په روان نړيوال جام کې د افغانستان دوې نورې لوبې له قوي لوبډلو اسټراليا او ساوت افريقا سره پاتې دي. افغانستان به د نومبر مياشتې پر ۷ له اسټراليا سره لوبه ولري.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *