افغان لوبغاړي نوین الحق، له اسټرلیا سره د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې له لوبې وړاندې ویلي، «و به لېدل شي چې اسټرلیا ته بشري حقونه ارزښت لري او که نړۍوال جام کې ۲ امتیازونه.»
د اسټرلیا کرېکټ بورډ د روان کال په جنوري میاشت کې له افغانستان سره ۳ پنځوس اوریزې لوبې پر افغان نجونو د محدودیتونو په غبرګون کې لغوه کړې وې.
نوین الحق پر انسټاګرام یو خپور کړي پیغام کې د اسټرلیا کرېکټ بورډ ننګولی چې نړۍوال جام کې به هم په خپل دریځ ودریږي او که نه.
د اسټرلیا او افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د روانې اونۍ د سه شنبې په ورځ د یو بل پر وړاندې میدان ته ښکته کیږي.