ش. جدی ۲۹ام, ۱۴۰۳

د افغانستان د تکواندو دوو لوبغاړو د اسیا د ازادو سیالیو په ترڅ کې د سرو زرو مډالونه وګټل.
محسن رضايي او علي اکبر امیري نن د نومبر په ۴مه نېټه د خپلو سیالانو په ماتولو سره د سرو زرو د مډالونو ګټونکي شول.
محسن رضايي لومړی خپل څلور پاکستاني سیالان مات کړل او بیا یې په ۶۳ کیلوګرام وزن کې د سعودي عربستان سیال په پایلوبه کې له ماتې سره مخ کړ.
دغه راز علي اکبر امیري هم لومړی خپل دوه پاکستاني او یو مصری سیال مات کړل او په پایلوبه کې یې یو وار بیا د پاکستاني سیال په ماتولو سره د سرو زرو مډال وګاټه.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان دوه نورو لوبغاړو حکمت الله زین او امېد سهاک هم د یادو سیالیو په ترڅ کې د نومبر په ۳یمه نېټه د سپینو زرو مډالونه ګټلي وو.
د یادو سیالیو په ترڅ کې د زرغونه نوري په نامه پاکستان مېشتې افغان تکواندو کارې هم د برونزو مډال ګټلی و.
دا سیالۍ د ۳۱۵ لوبغاړو په ګډون د ۲۳ اسیايي هېوادونو په ګډون د نومبر میاشتې په ۳یمه نېټه د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې پیل شوې دي چې د نومبر په ۵مه نېټه به بشپړې شي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *