ی. جدی ۳۰ام, ۱۴۰۳

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د اوکرایني ځواکونو د عمومي قوماندان وروستۍ څرګندونې چې د روانې اونۍ په پیل کې ویلي یې وو، د روسیې او اوکراین جګړه یوه بې نتیجې حالت ته رسېدلې ده، رد کړې.
ښاغلي زیلینسکي پرون- د نوامبر۴مه په پلازمېنه کییف کې د اروپايي کمیسیون له مشرې اورزولا فان دیرلین سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل چې وخت تېرېږي، خلک ستړي دي خو هغه ټینګار وکړ چې دا یو بې نتیجې حالت نه دی.
د اوکرایني ځواکونو عمومي قوماندان جنرال والیري زالوژني ویلي وو، چې له روسيې سره جګړه د ټکنالوژۍ هغه پړاو ته رسېدلې چې دوی یې له یوه بې نتیجې وضعیت سره مخامخ کړي دي.
د اوکراین ولسمشر همداراز هغه راپورونه چې ګنې لویدیځو هېوادو له روسیې سره د خبرو لپاره پر اوکراین فشار راوستی دی، رد کړل.
زیلینسکي دا یادونه هم وکړه چې د حماس د وسله والې ډلې او اسراییلو ترمنځ جګړې د اوکراین جګړه د نړیوالو له پامه غورځولې ده.
هغه زیاته کړه چې همدا د روسیې هدف هم و.
د اروپايي کمیسیون مشرې له زیلینسکي سره په ګډه خبري غونډه کې په اوکراین کې د اصلاحاتو ستاینه وکړه ویې ویل چې اوکراین په اروپايي تولنه کې د شمولیت لپاره ډېر ښه پرمختګ کړی.
هغې زیاته کړه چې د اوکراین حکومت په عین حال کې چې په جګړه کې ښکېل دی په هېواد کې د ژورو اصلاحاتو د راوستو لپاره هم کار کوي.
د مېرمن فان دیرلین په وینا اوکراین د قضايي سیسټم د اصلاحاتو، په فساد کې د ښکېلو چارواکو د محدودولو، د تورو پیسو د قانوني کولو یا د پیسو د مینځلو پرضد د مبارزې او په ډېرو نورو برخو کې ښه پرمختګ کړی.
د اروپايي کمیسیون مشره اورزولا فان دیرلین داسې مهال کییف ته سفر کوي چې په پام کې ده راتلونکې اونۍ په اروپايي ټولنه کې د اوکراین د شمولیت لپاره د دې هېواد د پرمختګونو په اړه یو راپور دې ټولنې ته وړاندې شي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *