ی. جدی ۳۰ام, ۱۴۰۳

لعل پوره کې ننګرهار والي له لوري راستنېدونکو افغانانو لپاره د ۷۰ کورونو جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه

ننګرهار باختر، دوشنبه ۲۲ ربیع الثاني ۱۱۴۵ هـ

تورخم ښارګوټي ته څېرمه لعلپورې کمپ کې د ننګرهار والي ملا محمد نعيم اخند له لوري راستنېدونکو افغانانو لپاره د ۷۰ کورونو، جومات، پاکو اوبو رسولو شبکې، کلينک او ښوونځي بنسټ ډبره کېښودل شوه.
په دغه کمپ کې د راستېندونکو افغانانو د لنډمهالې مېشېدنې لپاره ۷۰ کورونه، چې په هر کور ۲۲۰۰ امريکايي ډالره، د ۲۱۰۰۰ امريکايي ډالرو په ارزښت کلينک، جومات، ښوونځی او ۱۲۰۰۰ ډالرو په ارزښت د پاکو اوبو رسولو شبکه جوړېږي، چې امکان لري په کمپ کې د کورونو تعداد له ۷۰ پورته شي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *