د کابل ښار د امینې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د کابل ښار په دشت برچي کې د چاودنې له تایید سره ویلي چې په دغې چاودنه کې لږ تر لږه ۷ تنه وژل شوي دي.
د ښاغلي ځدراڼ د معلوماتو پر بنسټ، په دغې پېښه کې ۲۰ تنه نور هم ټپيان شوي دي.
دغه چاودنه نن ماښام (سېشنبې، د لړم په ۱۶مه) په دشت برچي کې رامنځته شوې چې د خالد ځدراڼ پر وینا، یو ښاري «کاسټر» موټر په نښه شوی دی.
تراوسه هېڅ ډلې د دغې چاودنې مسوولیت نهدی منلی.