د ننګرهار اطلاعات او کلتور چارواکو ویلي له دې مخکې د ورځې لږ تر لږه ۱۰۰ ناروغانو د درملنې لپاره سفر کاوه، چې اوس له خبرتیا پرته پاکستانیانو د ناروغانو د ورتګ مخه ونیوله.
په ننګرهار کې پاکستان ته د درملنې لپاره د ناروغانو د لېږد کمیسون غړیو ویلي، چې پاکستان د افغان ناروغانو پر مخ د تورخم دروازه وتړله او له ناروغانو یې غوښتي، چې نور د ناروغانو لېږد کمیسون ته ورنهشي.
