ی. جدی ۳۰ام, ۱۴۰۳

د ریاست الوزرا اداري مرستیال وايي چې اسلامي امارت د افغانستان ابادي د خپلو ګاونډیانو له تخریبولو سره نه‌غواړي.
عبدالسلام حنفي دغه راز د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو غواړي چې خپله ابادي دې د افغانستان په تخریبولو کې نه‌لټوي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د “افغانستان د بې پرې بهرني سیاست ګټې” تر سلیک لاندې د علومو اکاډمۍ په جوړ شوي علمي سیمینار کې په لومړۍ او دویمه نړۍواله جګړه کې د افغانستان تاریخ او بې طرفۍ ته په نغوتې سره وايي، اسلامي امارت نه‌غواړي چې د هېڅ ټلوالې یا ایتلاف غړیتوب ولري.
نوموړی د خپلو خبرو په یوې برخه کې ټینګار کوي چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او هېوادونه هم باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه‌کړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په دې هکله څرګندوي:«موږ هېڅکله خپله ابادي د ګاونډیو په تخریب کې نه‌غواړو، موږ غواړو چې افغانستان او ګاونډي دواړه اباد واوسي. له خپلو ګاونډیانو مو هم همدا غوښتنه ده.»
د ښاغلي حنفي په خبره، اسلامي امارت له ګاونډیو، سیمې او د نړۍ له هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او له دوی څخه هم ورته تمه لري. نوموړی د خپلو خبرو په دوام یو ځل بیا له هغو افغانانو چې بهر ته تللي غواړي چې هېواد ته راستانه شي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاتوي:«ټول افغانان په خپل کور او هېواد کې محترم دي او هغه افغانان چې د ځینو اندېښنو له امله بهر ته تللي، د اسلامي امارت پیغام ورته دا دی چې بېرته خپل هېواد ته راشي، ځکه دلته ورته هېڅ ډول ګواښ نشته.»
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست هم په دې سیمینار کې وايي، چې د هېواد د ستونزو حل، ابادي او پرمختګ لپاره باید په بېلابېلو برخو کې لا ډېرې څېړنې وشي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست نور محمد ثاقب څرګندوي:«که‌چېرې موږ او تاسو د افغانستان په غرونو، نباتاتو، حیواناتو، سیندونو او کانونو باندې څېړنو ته دوام ورکړو، نو دا د هېواد د ابادۍ لپاره مهم رول لوبولی شي.»
د ازموینو ملي ادارې رییس عبدالباقي حقاني وویل:«دا هېواد ابادۍ او بهرنیو تجروبو او ښو کدرونو ته اړتیا لري، نو دا د دې ایجاب کوي چې زموږ ځوانان بهر ته لاړ شي او له بهره افغانستان ته راشي، ترڅو ځوانان ښې تجربې ترلاسه کړي.»
د ریاست الوزرا اداري مرستیال همداراز ټینګار کوي چې د اسلامي امارت له بیا واک ته رسېدو وروسته په ټول هېواد کې بشپړ امنیت راغلی، فساد او نشه‌يي توکي له منځه تللي او د هندوانو او سیکانو په ګډون د ټولو افغانانو حقوق خوندي شوي دي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *