ی. جدی ۳۰ام, ۱۴۰۳

د افغانستان اسلامي امارت په غزه کې د اوربند لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اوربند پرېکړه لیک ته د امریکا منفي رایه وغندله او وایي، چې په ښکاره یې ځان په اوسني روان ظلم کې ښکېل کړ.
د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې پر ورځ په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې؛ له اوربند سره د امریکا مخالفت یو ځل بیا وښوده، چې حکومت یې د خپلو سیاسي موخو د ترسره کولو لپاره له نړیوالو جوړښتونو کار اخلي.
د بهرنیو چارو وزارت د هغو هېوادونو له دریځ ستاینه او ملاتړ وکړ، چې په فلسطین کې د اوربند او د فلسطین د مسئلې د دایمي حل غوښتنه کړې ده.
په دې اعلامیه کې د امریکا د خزانې وزارت هغه پرېکړه هم رد شوې، چې په کې د اسلامي امارت پر چارواکو له بشري حقونو څخه د سرغړونې تور لګېدلی او له بندیزونو سره یې مخ کړي دي.
په اعلاميه کې راغلي، چې امريکا د بشري حقونو د نړيوالې ورځې په مناسبت په فلسطين کې د جنګي جنايتونو د عاملينو د غندلو او مجازاتو پر ځای د اسلامي امارت پر يو شمېر نورو چارواکو بنديزونه ولګول او دا د دې ښکارندويي کوي، چې امريکا بشري حقونه د سیاسي وسیلې په توګه کاروي.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: دا، چې ټول بشریت د یوه لوبغاړي سياسي موخو برمته کړي؛ د اوسني نړیوال نظم د بې‌انصافه ماهیت ښکارندویي کوي، د بشري حقونو د مدعي جوړښتونو پاتې کمزوری اعتبار له منځه وړي او د عادلانه نړيوال نظم اړتیا په ډاګه کوي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *