ی. جدی ۳۰ام, ۱۴۰۳

د افغانستان اسلامي امارت له اداري فساد سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت وايي، چې چارسمبالي حکومت په ټولو دولتي ادارو کې فساد له منځه وړی او په نادولتي سکتورونو کې هم د فساد د له منځه وړلو هڅې روانې دي.
​د اسلامي امارت و یاند څرګنده کړې، چې په هېواد کې د اسلامي امارت له وا کمنۍ  سره  سم  له  فساد سره جدي مبارزه تر سره شوې او دا منفي پدیده یې صفر ته نږدې کړې.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي؛ د اسلامي امارت له راتلو سره په هېواد کې د فساد کچه صفر ته رسیدلي د اسلامي امارت مسوولین له فساد سره مبارزې ته ژمن دي او دا لړۍ به نوره هم  جاري ساتي. په تېر نظام  کې دا غلط فرهنګ ډېره پراختیا درلوده؛ خو اوس يي مخنیوی شوی.
دغه راز ویل کیږي، چې په مالي بنسټونو، دولتي قراردادونو، کانونو قراردادونو او ټولو عایداتي بنسټونو کې فساد ختم شوی او اوس يي هم  پر وړا ندې مبارزه روا نه ده.
د ماليي او د صنعت او سوداګرۍ وزارتونو مسوولینو هم ويلي، چې په  ټولو مالي او اقتصادي منابعو کې د فساد جرړې ایستلي او اوس هم  له روان  بهیر څخه  منظمه څارنه روان ده.
د ماليې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وایي؛ د ماليې وزارت پر پوره پاملرنه په ټولو ګمرکونو کې له فساد سره جدي مبارزه روانه ده او د دې مبارزې حقایق ملت او نړیوالو ته هم څرګند شوي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخوندزاده وایي: مونږ په سکتوري او اقتصادي برخو کې د فساد مخنیوي کړی او دا لړۍ همدا سې جاري ساتو، چې دا منفي فرهنګ بشپړ له هېواده ورک شي.
د خصوصي سکتور غړيو هم ويلي، چې په هېواد کې د اسلامي امارت له راتلو سره په اقتصادي سکتورونو کې فساد بشپړ ختم شوی دی.
د خصوصي  سکتورغړي هم مني، چې د اسلامي امارت له راتلو سره سم د هېواد په کچه په اقتصادي او مالي برخو کې فساد او برو کراسۍ  پای ته رسېدلي او چارې باید منظمې او رڼې روانې دي.
د سوداګرۍ ګرۍ او پانګونې خونې غړي خان جان الکوزي ویلي؛ زه پر پوره ډاډ ویلی شم، چې د هېواد له ګمرکونو نیولې بیا ترمالیاتو، د کانونواو دولتي قرار دادونو په برخه کې تقریبا فساد ختم شوی.
د اقتصادي چارو کار پوهانو هم د اسلامي امارت له‌خوا د فساد پر وړاندې شوې مبارزه ستايي.
د اقتصادي شنونکی شبیر احمد بشیري وایي؛ اسلامي امارت د هېواد په اقتصادي او مالي بنسټونو کې د فساد جرړې ویستلي، چې دا یو اړین ګام دی او له فساد سره مبارزه ښه منظمه روانه ده.
د روانې میلا دي میاشتي نهمه، چې له فساد سره د مبارزې د نړیوالې ورځې سره سمون لري؛ هېواد ته په دا سې حال کې رارسیږي، چې د هېواد خصوصي سکتور او عام ولس له فساد سره د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت روانه مبارزه ستایي او زیاتوي، چې په هېواد کې باید د دې منفي پدیدې مخنیوی باید  نور هم  چټک شي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *