ی. جدی ۳۰ام, ۱۴۰۳

د سویس په کوربتوب د افغانستان په تړاو د امنیت شورا غونډه د تړلو دروازو تر شا ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي همغږي کوونکي سینرلي اوغلو د خپلواکې ارزونې او افغانستان د مسایلو په اړه هم خبرې شوې دي.
پر بشري حقونو د څار بنسټ مرستیاله هېډر بار د دغې غونډې د جوړېدو په هکله وايي:«د امنیت شورا غړو د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د خپلواکې ارزونې د سپارښتنو په اړه غونډه جوړه کړه، چې کم شمېر ښځو په‌کې ګډون درلود، خو موږ اوس هم په دغه بهیر کې د روڼتیا له نشتوالي اندېښمن یو. دا د تړلو دروازو تر شا د امنیت شورا درېیمه غونډه ده چې لومړۍ یې له ځانګړي همغږي کوونکي او دویمه یې د امنیت شورا له غړو سره وه.» 
خو اسلامي امارت وايي، افغانستان ته باید د یوه فرصت په سترګه وکتل شي او نور هېوادونه باید د افغانستان پر وړاندې ونه درېږي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، په دغو غونډو کې د ډيپلوماټيکو اړیکو اړوند کومه هیله مندي نشته.
ښاغلی مجاهد څرګندوي:«د وضعیت خرابول، د افغانستان د حالت خراب ښودل، چې الحمدالله اوس د ښه‌والي په لور روان دی، دا سیمه پایله نه‌ورکوي او له دغو غونډو همدارنګه هیله نشته چې هغوی ملاتړ وکړي او ډپيلوماټيکې روزنې پرانیستل شي.»
ورته مهال، د بشري حقونو او د سیاسي چارو ځينې شنوونکي بیا له نړۍ سره د اسلامي امارت تعامل مهم بولي.
تر دې مخکې، د دوحې فورم په یوه برخه کې په افغانستان کې له زده‌کړو د نجونو د منعه کېدو په تړاو بحث وشو او دا غوښتنه وشوه چې په افغانستان کې باید پر زده‌کړو پانګونه وشي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *