ش. جدی ۲۹ام, ۱۴۰۳

د خبریالانو نړېوال فدراسيون وويل چې د ۲۰۲۳م کال له پيل راهيسې په ټوله نړۍ کې ۹۴ خبریالان وژل شوي. تر ټولو ډېر خبریالان د اسرائيل او حماس په جګړه کې وژل شوي دي چې اکثریت ېې فلسطينيان دي.

د خبريالانو نړېوال فدراسيون د وژل شوو خبریالانو کلني شمېر په خپرولو سره وويل چې د ۲۰۲۳م کال له پيل راهيسې د رسنیو ۹۴ کارکونکي د خپلو دندو پر مهال وژل شوي او شاوخوا ۴۰۰ نور زندانونو ته اچول شوي دي. دغه فدراسیون وايي د تېرو ۳۰ کلونو د هرې جګړې په پرتله د اسرائيل او حماس جګړه کې ډېر خبریالان وژل شوي دي.
دغه فدارسیون پر حکومتونو په غږ کولو د خبریالانو د لاخونديتوب غوښتنه کړې او زیاتوي چې پر خبریالانو برید کوونکي دې خپلو حملو ته ځوابګویه واوسي.
د دغه فدراسیون مشرې دامنیک پرادالیه، وويل: «د خبریالانو د حفاظت او د موثره نړېوالو اجرااتو له پاره هېڅکله هم یو نوی نړېوال معیار موجود نه وو.»
د اسوشتيد پریس د رپوټ په حواله، فدراسيون ويلي دي چې یوازې ۶۸ خبریالان د اسرائيل او حماس ترمنځ جګړه کې چې د اکتوبر په ۷مه پيل شوې، وژل شوي دي.
په دوی کې اکثریت ېې فلسطيني خبریالان دي چې د غزې په تراډه چېرته چې اسرائيلي ځواکونه د حماس جنګيالۍ ډلې پر ضد خپلو حملو ته ادامه ورکوي، وژل شوي دي. دا په ورځ کې څه باندې یوه وژنه او روان کال په ټوله نړۍ کې د وژل شوو خبریالانو ۷۲ سلنه برخه تشکيلوي.
د خبریالانو نړېوال فدراسیون په غزه کې د اسرائيل او حماس جګړه د خبريالانو له پاره تر ټولو خونړۍ جګړه ښودلې ده: «له ۱۹۹۰ راهیسې چې د خبریالانو نړېوال سازمان د خبریالانو وژنې ثبتوي، په غزه کې جګړه د بلې هرې واحدې جګړې په پرتله د خبریالانو له پاره ډېره خونړۍ ده.»
فدراسیون زیاتوي: «د رسنيو مسلکي کارکوونکو د مړينې کچه په بېسارې توګه چټکه شوې ده.»
یاد سازمان وايي چې له غزې علاوه، اوکراین هم د «خبریالانو له پاره د یو خطرناک هیواد په توګه پاته دی،» چېرته له نژدې دوو کلونو راهیسې د روسي ځواکونو له یرغل سره جګړه روانه ده. په وینا ېې د روان کال له پیل راهیسې په اوکراین کې درې خبریالان او د رسنيو کارکوونکي وژل شوي دي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *