ش. قوس ۱۰ام, ۱۴۰۳

د کاناډا د کډوالو چارو وزارت وايي، په منځنۍ آسيا او پاکستان کې د افغان‌ کډوالو د لاسنيوي لپاره ۲۱ ميلیونه ډالره مرسته کوي.

دغه وزارت ويلي، د يادې مرسته پروسه به د کډوالو نړيوال سازمان له لارې مخکې لاړه شي، څو د افغان کډوالو کوربه هېوادونه وشي کولای د کډوالو ستونزو ته په ښه توګه رسېدنه وکړي.

د کاناډا د کډوالو چارو وزیر مارک مېلر د يادو څرګندونو په ترسره کولو سره زياته کړې، چې تمه ده کاناډا راتلونکو ۳ کلونو کې ۱۳۶ کډوالو ته پناه ورکړي.

کاناډايي چارواکي داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې دغه هېواد د افغان جمهوري نظام له سقوط راهيسې شاوخوا ۴۰زره افغان کډوالو ته پناه ورکړې ده.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *