ش. قوس ۱۰ام, ۱۴۰۳

په متحده ایالاتو کې دوو امریکایي تابعیت لرونکو فلسطیني کورنیو د جمهور رئیس جو بایډن په حکومت ځکه په محکمې کې عریضه کړې چې د غزې څخه یې د هغوي د خپلوانو ایستلو لپاره هغه شان عمل ندی کړی لکه څنګه یې چې دوه ګوني تابعیت لرونکو اسرائیلیانو لپاره کړی.
په اسرائیل د حماس بریدونو څخه وروسته چې د اکټوبر په اوومې نیټې یې وکړل او سوداګریزو الوتکو اسرائیل کې خپل خدمات بند کړل، د امریکا حکومت د دربست شویو الوتکو په پروازونو کې یو شمیر امریکایانو سره مرسته کړې وه چې له اسرائیل څخه اروپا ته ولیږدول شي.
سره لدې چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وایي د اسرائیل او مصر چارواکو سره په همغږۍ یې د غزې څخه د وتلو لپاره د شاوخوا ۱۳ سوه فلسطیني امریکایانو سره مرسته کړې وه چې مصر ته ولاړ شي خو دې کورنیو چې د حکومت پر ضد یې عریضه کړې، ادعا لري چې د تقریباً ۹ سوو امریکایي اتباعو، دایمي اوسیدونکو یا ګرین کارت لرونکو او د هغوي د کورنیو د غړیو لپاره یې د ځانګړو پروازونو بندوبست ندی کړی چې په غزې کې بند پاتې و.
دې کورنیو ویلي چې د امریکا په اساسي قانون کې د ورکړل شویو حقوقو څخه یې سرغړاونه شوې.
یاسیمن الاغا چې خپل خپلوان یې په غزې کې بند پاتې او د امریکا د حکومت پر ضد دا عریضه یې تنظیم کړې په یوې مرکې کې ویلي ، ” ډیر څه شته چې د امریکا حکومت یې کولی شي خو هغوي نه غواړي چې د فلسطینیانو لپاره یې وکړي”.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پدې حقوقې دعوې تبصره ونکړله خو یوه ویاند یې وویل چې په غزې کې د ګیر پاتې شویو امریکایانو او د کورنیو غړیو د ایستلو لپاره یې هلې ځلې کوي.
سپینې ماڼۍ بیا د دې عریضې په هکله پوښتنې د عدلیې وزارت ته راجع کړي خو دې وزارت هم پدې هکله د تبصرې کولو څخه ډډه کړې.
دا عریضه د همدې تیرې چارشنبې په ورځ د انډیانا ایالت په مرکز انډیاناپولیس د ولسوالۍ په یوې محکمې کې ثبت شوې.
په عریضې کې په فدرالي حکومت تور لګول شوی چې د یوې فعالې جګړې پر مهال د امریکایي اتباعو په خوندیتوب کې پاتې راغلی او فلسطیني امریکایانو ته یې هغه حقوق ندي ورکړي چې په اساسي قانون کې ورکړل شویدي.
ماریا کاري چې عرب امریکایي مدني حقونو لیګ کې مدافع وکیله ده او پدې قضیې کې د مدعیانو وکالت کوي، وایي چې د هغې سازمان د حماس- اسرائیل تر منځ د جګړې پیل کیدو په لومړنۍ میاشت کې د فلسطیني امریکایانو په استازیتوب نږدې ۴۰ عریضې ثبت کړیدي.
دې مدافع وکیلې ویلي، ” مونږ په ساده توګه د بایډن ادارې څخه غواړو هغه څه وکړي چې په عین جګړې کې یې د اتباعو یوې طبقې لپاره کړیدي”.
د حماس ډلې د اکټوبر په ۷ مې په اسرائیل برید وکړ ؛ ۱۲ سوه کسان یې ووژل او ۲۴۰ یې د ځان سره یرغمل کړل.
خو بل پلو بیا په غزې باندې د اسرائیل په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې تر دې دمه د غزې عامې روغتیا وزارت معلوماتو له مخې چې کنټرول یې د حماس په لاس کې دی، نږدې ۱۹ زره کسان وژل شوي چې ډیری یې میرمنې او ماشومان دي.
ملګرو ملتونو همدرانګه ویلي چې د غزې د ۲.۳ ملیون وګړو څخه ۸۵ په سلو کې یې بې ځایه شوي هم دي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *