د هرات سیمه ییزو چارواکو ويلي؛ د هرات – کندهار پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له کبله څلور کسان مړه شوي او شپږ نور ټپیان دي.
دا پېښه د جمعې پر ماښام د هرات ولایت د ادرسکن ولسوالۍ په شابید سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د هرات د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې له مخې؛ په دې پېښه کې یو فیلډر ډوله موټر، چې له هرات ښار څخه د ادرسکن ولسوالۍ پر لوري روان و، له یوه سویفټ ډوله موټر سره ټکر کړی دی.
