ش. جدی ۲۹ام, ۱۴۰۳

د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ شنبه ډسمبر ۱۶ (لیندۍ۲۵) ویلي چې یوې جنګي کښتۍ په سرې بحیرې کې ۱۴ بې پیلوټه یا ډرون الوتکې نسکورې کړي چې حوثي شعیه یاغیانو د یمن څخه وارې کړې وې.
دې قوماندانۍ په یوې اعلامیې کې چې د اکس په ټولنیزې شبکې کې خپره شوې ویلي چې د USS CARNEY په نامه تبا کوونکي کښتۍ چې په سرې بحیرې کې ځای پر ځای شوې “په کامیابۍ سره” ۱۴ ډرون الوتکې ویشتي او له منځه وړي دي.
د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې پدې پیښې کې جنګي کښتۍ ته زیان ندی رسیدلی او نه هم پکې چا ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د اکټوبر اوومې نیټې راهیسې چې د حماس ډلې په اسرائیل ناڅاپه برید وکړ، ۱۲ سوه تنه یې ووژل او ۲۴۰ یې برمته کړل، په یمن کې حوثي یاغیانو چې ایران یې تر شا ولاړ دی څو ځله یې په سرې بحیرې کې د امریکا په جنګي کښتۍ او نورو سوداګریزو کښتیو بریدونه کړي.
د متحده ایالاتو د دفاع وزارت یا پنټاګان د روانې ډسمبر میاشتې په دریمې نیټې وویل چې په یمن کې حوثي یاغیانو د پنځو ساعتونو لپاره په سرې بحیرې کې د امریکا یوې جنګي کښتۍ او څو سوداګریزو کښتیو په وسلو سمبالو بې پیلوټه یا ډرون الوتکو او توغندیو بریدونه وکړل.
په اسرائیل د حماس برید څخه سمدستي وروسته متحده ایالاتو دې سیمې ته یوه الوتکې وړونکې کښتۍ واستوله او د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د مدیترانیې سمندرګي ختیځې برخې ته بله الوتکې وړونکې کښتۍ واستوله تر څو د اسرائیل پر ضد د “خصمانه کړنو” مخه ونیسي او پرې نښودل شي چې دا جګړه نورو سیمو ته پراخه شي.
حوثیانو خبردرای ورکړی که د غزې کلا بندې شوې تړانګې ته د خوارکي موادو او درملو ورتګ ته اجازه ورنکړي، په هرې هغې کښتۍ به برید کوي چې د اسرائیل بندرونو خوا ته روانې وي.
په اسرائیل د حماس برید څخه سمدستي وروسته متحده ایالاتو دې سیمې ته یوه الوتکې وړونکې کښتۍ واستوله او د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د مدیترانیې سمندرګي ختیځې برخې ته بله الوتکې وړونکې کښتۍ واستوله تر څو د اسرائیل پر ضد د “خصمانه کړنو” مخه ونیسي او پرې نښودل شي چې دا جګړه نورو سیمو ته پراخه شي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *