ش. جدی ۲۹ام, ۱۴۰۳

د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني ويلي، له امنیتي ارګانونو سره د خلکو همکاري زیاته شوې او له همدې کبله یادې ادارې د ډاډ وړ لاسته راوړنې لري.
سراج الدین حقاني دغه څرګندونې د شنبې پر ورځ د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې کړې دي.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې سراج الدین حقاني او د کورنیو چارو وزارت اړوند چارواکو د نورو برخو ترڅنګ په سیاسي ډګر کې د اسلامي امارت د نظام هڅې د پام وړ یادې کړې دي.
مولوي عبدالکبیر د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه پلاوي له هلو ځلو درناوی کړی او څرګندوي، چې د ولسونو او اسلامي امارت ګډه همکاري او همغږي به د سترو بېخبنایي پروژو د پلي کولو او د هېوادوالو لپاره د هوسا ژوند زمینه برابره کړي.
نوموړي د هېواد چارواکو او امنيتي مسوولينو ته سپارښتنه وکړه، چې له خلکو سره ښه چلند وکړي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *