ش. جدی ۲۹ام, ۱۴۰۳

د زده‌کړو لپاره نړیوال مشارکت ټولنې په افغانستان کې د ماشومانو د ښوونې او روزنې د ملاتړ لپاره ۱۱۰ میلیون ډالر ځانګړي کړي دي.
دغه سازمان د يوې اعلاميې پر خپرولو څرګنده کړې، چې يادې شوې پيسې به په راتلونکو دوه کلونو کې د افغانستان له لوستو هلکانو او نجونو سره د مرستې لپاره ولګول شي.
د اعلامیې له مخې، دا مرستې په ټول افغانستان کې د څه باندې اووه نیم میلیون ماشومانو د زده‌کړې د ملاتړ په موخه شوې دي.
د ښوونې او روزنې لپاره د نړیوال مشارکت اجرائیوي مشرې لورا فریجنتي ویلي: مونږ ډېر خوښ یوو، چې په افغانستان کې له پوهنې څخه د ملاتړ لپاره خپلې مرستې ترسره کوو.
د دغه سازمان د اعلامیې له مخې؛ د دې مالي مرستو نږدې ۶۰ میلیون ډالر به د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) له لارې ولګول شي او پاتې ۵۰ میلیون ډالر به د ماشومانو د ساتنې د ادارې له لارې ولګول شي.
دغه مرستې به د ښوونیزو توکو او درسي کتابونو او د شاوخوا ۱۵ زره دولتي ښوونځیو د ښوونکیو د معاشونو پر برابرولو ولګول شي.
په اعلامیه کې دا هم راغلي، چې په‌دې مالي مرستې به له ۲۸۰۰۰ څخه ډېر ښوونکي او مدیران د ریاضي د تدریس او د ټولګیو د مدیریت د پیاوړتیا لپاره وروزل شي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *