ش. جدی ۲۹ام, ۱۴۰۳

د لوړو زده کړو سرپرست ندا محمد ندیم کونړ ته د خپل سفر په لړ کې د هېوادوالو پر یووالي ټينګار کوي.
ندا محمد ندیم وايي، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو مخکې داعش ډلې د هېوادوالو ترمنځ بې باورۍ ته لمن وهلې او د افغانانو د وژنې لامل شوې ده.
هغه همدارنګه د داعش ډلې پر ځپلو له ټينګار سره ویلي چې نور په هېواد کې دغې ډلې ته ځای نشته.
ندا محمد ندیم د خپلو خبرو په ترڅ کې د مذاهبو په اړه داسې لیدلوری لري:«افغانستان چې الله پاک تل د دښمن په مقابل کې کامیابه ساتلی دی، یو علت یې دا دی چې په افغانستان کې مذاهب نشته، یو مذهب دی د امام ابو حنیفه (رح) ټول افغانان په دا یو مذهب روان دی.»
د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست د خپلو خبرو په یوه برخه کې وايي، اسلامي امارت د هېوادوالو د دین او دنیا ساتونکی دی. هغه د تېرو دوو لسیزو پر لاسته راوړنو هم نیوکه کوي.
ندا محمد ندیم څرګندوي:«شل کاله چې موږ کومې لاسته راوړنې لرلې هغه ټولې له لاسه ولاړې، دا لاسته راوړنې څه شی وې، دا یې په خپلو کې رواج کړي و چې هله ښځې بهر ته راوباسئ، د دې شل کاله نه‌کړي، د دې ۸۰ کاله کېږي چې دا پروسه روانه ده. چې غرتمنه خور او مور دا باید له کوره راووځي بازار کې لوڅه لغړه وګرځي، لکه د دوی چې دي.» 
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د روان زیږیز کال د ډسمبر میاشتې له درېیمې راهیسې، هرات، بادغیس، فراه، نیمروز، زابل، کندهار او کونړ ولایتونو ته د خپلو سفرونو په ترڅ کې د پوهنتون له استادانو او له قومي مخورو سره د بېلابېلو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *