ش. جدی ۲۹ام, ۱۴۰۳

د کندهار ولايت چارواکي وایي، چې سږ کال له دغه ولايت څخه ١١٨ زره ټنه تازه مېوې صادرې شوې، چې ورڅخه یې ۵۵ ميليونه او ۵۴۷ زره ډالر عواید ترلاسه کړي دي.
صادرې شوې مېوې کې هندواڼې، انګور، انار، انځر او نور شامل دي.
د کندهار د سوداګرۍ خونې د مسوولینو په وینا، سږ کال د کندهار اوبه په سمه توګه مدیریت شوې او طبیعي افتونه کم وو، نو په کندهار کې د تازه مېوې حاصلات ډېر شوي دي.
د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستيال عبدالباقي بينا ویلي؛ که څه هم سږ کال وچکالي وه، خو د اوبو مديريت سم و، باغونه يې پر ټاکلي وخت خړوبېدل او هېڅ ډول ناروغي نه وه او میوه په منظم ډول صادره شوه.
په کندهار کې د تازه مېوې صادروونکو ویلي، د صادراتو په برخه کې اسانتیاوې برابرې شوي، خو د هېواد د صادراتو د زیاتوالي لپاره باید زیاتې هڅې وشي.
بڼوالان د اسلامي امارت له رهبرۍ غوښتنه کړې، چې په هېواد کې معياري سړې خونې جوړې کړي څو تازه مېوې وساتل شي.
کندهار ولایت د تازه مېوو په ځانګړي ډول د انارو له اړخه پېژندل شوی ولایت دی، چې هر کال له دغه ولایت څخه په زیاته کچه مېوې د هېواد د نورو ولایتونو سربېره بهرنیو هېوادونو ته صادریږي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *