ش. جدی ۲۹ام, ۱۴۰۳

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې؛ نن (سې شنبه د لیندۍ ۲۹) د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت چارسمبالي رابرټ ډکسن د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي امیرخان متقي سره په لیدنه کې رامنځته شوي اوسني شرایط د بشري مرستو ترڅنګ د اقتصادي او سیاسي مسایلو د پراختیا لپاره یو ښه فرصت وباله او څرګندوي؛ دوی د سوله‌ییز او باثباته افغانستان غوښتونکي دي، د سیاسي موخو د ترلاسه کولو لپاره تاوتریخوالی ردوي او دا دریځ یې رسماً په ډاګه کړی هم دی.
دغه راز ډکسن د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي وروستي راپور متوازن وباله.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي په یاد هېواد کې د قونسلي خدماتو په اړه د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت پر دریځ د ټینګار تر څنګ ویلي، چې ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پراختيا او په ځانګړي توګه د سوداګرۍ د کچې لوړول خورا اړین دي.
امیر خان متقي د ملګروملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي د وروستي راپور زیاتره موارد مثبت وبل؛ خو د وړانديز هغه برخه یې له اوسنیو شرایطو سره سمه او مناسبه ونه‌ګڼله، چي د افغانستان لپاره دي کوم نوی خاص استازی وټاکل شي.
متقي ويلي: اوس افغانستان په هره برخه کې ورځ تر بلې پرمختګ کوي، له ګاونډيو،سيمي او نړۍله هېوادونوسره ښې اړيکې لري او هم یې هرچاته د تعامل دروازې پرانيستې دي؛نو همداحالت باید تقویه شي

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *