په افغانستان کې د اسلامی امارت نن چارشنبه د ډيسمبر پر ۲۰مه، د کابل او شمالي ولایتونو ترمنځ پر لویه لاره د سالنګ تونل له بیارغونې وروسته پرانیست.
د پرانیستې په مراسمو کې یې د اسلامی امارت د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په ګډون نورو ګڼو چارواکو هم ګډون کړی وو.
سالنګ کې د دغه تونل د بیارغونې چارې شاوخوا څلور میاشتې وړاندې پیل شوې وې.
د اسلامی امارت حکومت کې د ټولګټو وزارت د تېر اګست پر ۳۱مه اعلان کړی و، چې دا لار به د څه مودې لپاره د تونل منځ کې د کانکرېټ اچولو تر بشپړېدو بنده وي.
د اسلامی امارت د ټولګټو چارو سرپرست وزیر ملا محمد عیسی ثاني ویلي، د “سالنګ تونل او ګالري د ټولو شته معیارونو په پام کې نیولو سره په اساسي ډول رغول شوي.”
د اسلامی امارت چارواکو نه ده په ډاګه کړې چې د سالنګ تونل پر بیا رغونې څومره لګښت راغلی، خو وايي پیسې یې د خپل مشر “مولوي هبت الله اخوندزاده په امر د ټولپلازه له محصول” څخه ورکوي.
ټولپلازه هغه پیسې دی، چې له لویو لارو تېرېدونکي موټر یې ورکوي.
ځینې ځايي اسلامی امارت چارواکو چې د دغې پروژې پرانیستو مراسمو ته تللي وو،
د اسلامی امارت حکومت هڅه کوي، چې د پاکستان او منځنۍ اسیا د هېوادونو ترمنځ ټرانزیټ له همدې لارې پياوړ کړي.
نوموړي ویلي، “د سالنګ لویه لار به نه یوازې شمالي سیمې مرکز سره ونښلوي، بلکې د منځنۍ او سویلي اسیا په نښلولو کې به هم مهمه ونډه ولري.”
د اسلامی امارت مرستیال لومړي وزیر ملا برادر پرانیستې مراسمو ته وویل، شل کلنې جګړې افغانستان کې مهمو زېر بناوو ته زیان اړولی دی.
سالنګ چې د افغانستان له نورو سیمو سره د شمالي ولایتونو د نښلولو یوه تر ټولو مهمه لویه لار ده، د تونل له لارې یې هره ورځ زرګونه مسافر او لویه اندازه سوداګریز توکي لېږدول کېږي.
د سالنګ تونل د اوبو له سطحې ۳۹۵۰ متره لوړ او د هندوکش د غرونو تر منځ پروت دی.
دا پروژه د افغانستان د پخواني پاچا ظاهر شاه له خوا د شوروي حکومت په همکارۍ ۱۹۵۸ کال کې پیل شوې وه او چارې یې وروسته له شپږو کالو په ۱۹۶۴ کال کې بشپړې شوې.
دا لار په ژمي کې د ډېرې واورې اورښت له امله هم ډېر کله د ترافیکو پر مخ تړل کېږي.