ش. جدی ۲۹ام, ۱۴۰۳

د پاکستان پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر له امریکايي فکري مرکزونو (تینک ټانکز) سره په خبرو کې ویلي چې هېواد به یې د’ترهګرۍ تر منطقي پایه ‘پورې خپلې جګړې ته دوام ورکوي، او زیاتوي چې د نړۍ او سیمې د امنیت خوندي ساتلو لپاره یې د ترهګرۍ ضد جګړه کې ډېرې قربانۍ ورکړي‌ دي.
عاصم منیر، د چهارشنبې د ورځې ناوخته ډسمبر ۲۰ (لیندۍ ۲۹) په یوه ناسته کې پر سیمه ییز امنیت، ترهګرۍ او جنوبي اسیا کې د ستراتیژیک ټیکاو په باب د پاکستان پر لیدلوري خبرې وکړې.
د پاکستان پوځ عامه اړیکو ادارې د یوه بیان له مخې د پاکستان لوی درستیز په یاده غونډه کې د پاکستان پر سیمه اییز ارزښت غږېدلی او ویلي دي چې غواړي هېواد یې د منځنۍ اسیا او نورې سیمې لپاره د رابطې په مرکز واوړي.
عاصم منیر د ډسمبر پر لسمه امریکا ته تللی او له هغه راهیسې یې د دغه هېواد له ولسي او پوځي چارواکو سره لیدنې روانې دي.
نوموړی د خپل دې سفر پر مهال په واشنګټن ډي سي کې د پاکستان سفارت په یوه غونډه کې د امریکا غږ اردو څانګې ته ویلي چې په هېواد کې به یې ټولټاکنې هرومرو تر مارچ میاشتې مخکې کیږي، ځکه چې ورپسې په مارچ میاشت کې د سنا انتخابات کېدونکي دي نو له دې کبله یې نشي ځنډولای.
کارپوهان وايي جنرال عاصم منیر د امریکا امنیتي او دفاعي چارواکو د قانع کولو هڅه کوي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او د اسلامي دولت خراسان غوندې وسله والې ډلې نه یوازې پاکستان ته، بلکې د متحده ایالاتو او جهاني ګټو ته ګواښ دی.
پاکستان له تېرو څه باندې دوو لسیزو راهیسې د ټي ټي پي له وسله والو سره لاس او ګرېوان دی، خو پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال د اسلامی امارت په واک تر راتلو وروسته دې وسله والې ډلې ترهګر بریدونه زیات کړي دي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *