ځینو رسنیو راپور ورکړی چې د ایران د خراسان رضوي ولایت د مرکز مشهد په ګرځنده بازارونو کې د افغانانو فعالیتونه منع شوي دي.
د شفقنا افغانستان خبري اژانس په محلي رسنیو کې د خپرو شویو تصاویرو په حواله راپور ورکړی چې دغه ډول خبرتیاوې د مشهد د جمعه بازار پر ورودي دروازه نښلول شوي دي.
د مشهد د ښاروالۍ ورځپاڼې شهرآرا پرون شنبه خبر ورکړی چې د دغه ښار چارواکو په ګرځنده بازارونو کې د افغانانو په ګډون د بهرنیو وګړو فعالیت په هر عنوان چې وي، منع کړی دی.
د خراسان رضوي ولایت چارواکو یوازې په مشهد ښار کې د هغو افغانانو شمېر نږدې پنځه سوه زره ښودلی چې هلته د استوګنې اسناد لري.
تر دې مخکې د ایران په ځینو نورو ښارونو کې هم پر افغان وګړو ځینې محدودیتونه لګول شوي دي.
