ش. جدی ۲۹ام, ۱۴۰۳

د کونړ ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې د نفرایټو ډبر د پنځو کانونو د کېندنې قراردادونه کورنیو خصوصي شرکتونه ته ورکړل شول.
 دغه داوطلبي چې د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست په حضور سره ترسره شوه، د کوزچنچن ۱ او ۲ چنچن ناو ۱ او ۲ او دغه راز د کلاول د نفرایتو کان چې ټول په خاص کونړ ولسوالۍ کې دي، ګټونکو شرکتونو ته وسپارل شول.
شهاب الدین دلاور وایي، چې د نفرایتو کانونه هم کولای شي د اسلامي امارت د عوایدو یوه برخه پوره کړي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست، شهاب الدین دلاور و ویل: «له خودسریو او قاچاق څخه یې مکمل مخنیوی شوی، او په دې برخه کې خپل بندګي هڅې موږ کوو او و به ګورو چې له کېندنې یې څومره عواید لاسته راځي. که سل سل ټنه یې ونیسي او او سل ټنه په دوه نیم کې ضرب کړو څومره به کیږي.»

د یوه شرکت مسوول، نور زاهد مومند و ویل: «هڅه کوو چې دلته ځینو افغانانو ته کار پیدا کړو ځکه افغانان له بېکارۍ او بې روزګارۍ سره مخ دي.»
د یو بل شرکت مسوول، محمد هارون مومند څرګنده کړه: «د ټول پلاوي په مخ کې دا بهیر ډېر په روڼ ډول پر مخ ولاړ، وروسته له هغې چې کارونه یې د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري پای ته ورسېدل موږ چمتو یې چې د کېندنې کارونه یې پیل کړو.»
د کانونو او پټرولیم وزارت د مالوماتو له مخې، د هېواد د عوایدو د پام وړ برخه د هېواد د کانونو د کېندنې او پلورلو له لارې ترلاسه کیږي او تېر کال دغه وزارت توانیدلی دی چې د هېواد له بېلابېلو کانونو لس میلیارده او پنځه سوه میلیونه افغانۍ عواید د حکومت خزانې ته وسپاري.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *