د فلسطینیانو روغتیا وزارت وايي د غزې په مرکزي برخه کې د مغازي په نوم د بېځایه شویو پر یوه کمپ د اسراییل د بمبارۍ په نتیجه کې د وژل شویو شمېر ۷۰ ته لوړ شو.
د رویټرز اژانس د خبر له مخې، د دغه وزارت ویاند اشرف القدرة ویلي، احتمال شته د مړینو شمېر تر دې زیات شي.
د القدرة په وینا هغه څه چې پرون په مغازي کمپ کې پېښ شول، ټولوژنه وه.
د اسوشېټېډ پریس اژانس په لیکنه، د اسراییل پوځ د دې پېښې په باب سم د لاسه تبصره نه ده کړې.
د حماس افراطي ډلې تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت ویلي چې تر اوسه د غزې په جګړه کې شاوخوا ۲۰زره او ۴۰۰ فلسطینیان وژل شوي او د دې قلمرو نږدې ټول ۲ ملیونه او ۳۰۰زره وګړي بېځایه شوي دي.
د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.
د حماس افراطي ډلې خلاف د اسراییل حملې وروسته له هغې پیل شوې چې لومړی دغې ډلې د اکټوبر میاشتې پر اوومه، پر اسراییل په حملې سره لږ تر لږه ۱۲۰۰ کسان ووژل او شاوخوا ۲۴۰ نور کسان یرغمل کړل.
