ش. جدی ۲۹ام, ۱۴۰۳

له فلای دوبۍ او ایر عربیه نړېوالو هوايي شرکتونو وروسته ترکي چارواکو کابل ته د ترکش هوايي شرکت د الوتنو د پیل خبر ورکړی دی. په کابل کې د ترکيې سفير جنک اونال د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزير سره په کتنه کې ويلي، ترکش هوايي شرکت به کابل ته خپلې الوتنې بيرته له سره پیل کړي. په دې کتنه کې دواړو لورو په دوه اړخيزو ټرانسپورټي او ټرانزیټي همکاريو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پياوړتيا او نورو موضوعاتو خبرې کړې دي. یاده کتنه کې د ترکيې سفير ويلي، په افغانستان کې د سراسري امنیت له ټينګښت وروسته غواړي د هوايي او ځمکني ټرانسپورټ په برخه کې له افغانستانه سره اړيکې پیاوړې کړي. نوموړي زياته کړې، له ترکیې څخه به افغانستان ته هوايي الوتنو زياتېدو ترڅنګ به ترکش هوايي شرکت کابل ته خپل پروازونه پيل کړي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *