ش. جدی ۲۹ام, ۱۴۰۳

د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان پلویان د راولپنډۍ او لاهور کې په اعتراضیه لاریونونو کې له پولیسو سره ونښتل.

دوی ادعا کړې چې د فبرورۍ د اتمې نیټې په ترسره شویو انتخاباتو کې درغلي شوې ده.

پولیسو پرون یکشنبې په دې ښارونو کې د معترضانو د تیت اوپرک کولو لپاره له اوښکې بهونکي ګازڅخه کار واخیست.

ډېری اعتراضونه د پاکستان د ټاکنو د کمیسیون د دفترونو په مخ کې وشول او خپلواکو کاندیدانو چې ډېری یې د عمران خان په ګوند پورې تړلي و، ادعا کړې چې په دغو ټاکنو کې پراخه درغلي شوې ده.

یوې معترضې او د تحریک انصاف پاکستان د ګوند ملاتړې منیزه کامران رویترز خبري اژانس ته وویل چې په ځینو ټاکنیزو حوزو کې بریالي کاندیدان بدل شوي دي.

منیزه کامران وویل:

” زموږ رایې غلا شوې. موږ دوه دریمه اکثریت ترلاسه کړی. د تحریک انصاف ګوند په ټول پاکستان کې دوه پردریمه رایي ګټلې وې خو هغوی زموږ رایې غلا کړې.”

د اعتراضونو یوه بله څنډه
د اعتراضونو یوه بله څنډه

د سبحان علي په نوم یو بل معترض وایي چې په پاکستان کې چارواکي غواړي خپلې پریکړې پرخلکو ومني.

هغه وایي:

” ننۍ مظاهرې په واقعیت کې د هغو ځواکونو په وړاندې دي چې د خلکو رایې یې غلا کړې دي. دغه اعتراض د هغو کسانو په وړاندې دی چې د خلکو نظر یې ونه مانه او فکر یې وکړ چې کولای شي خپلې پرېکړې پرخلکو وتپي.”

که څه هم د تحریک انصاف پاکستان ګوند مستقیماً په ټاکنو کې له ګډونه منع شوی، خو د دې ګوند غړیو د خپلواکو کاندیدانو په توګه وکولای شول چې د پاکستان د ملي اسامبلې د ۲۶۶ څوکیو ۱۰۱ یې خپلې کړي.

د پاکستان د اساسي قانون له مخې، خپلواک کاندیدان نه شي کولای چې حکومت جوړکړي.

د پاکستان د بل پخواني صدراعظم نوازشریف په مشرۍ مسلم لیګ نواز ګوند ۷۵ څوکۍ ګټلي او ورپسې د پاکستان پیپلز ګوند د ۵۴ څوکیو په ګټلو سره درېیم ځای خپل کړی دی.

د راپور له مخې، که د مسلم لیګ نواز او پیپلز ګوندونه سره ایتلاف هم وکړي، نه شي کولای چې د یوه حکومت د جوړولو لپاره ټاکلی حد پوره کړي.

ویل کیږي چې د مسلم لیګ نواز او پیپلز ګوندونو احتمالي ایتلاف هم د دوی د ایتلافي حکومت زمینه نه شي برابرولی
ویل کیږي چې د مسلم لیګ نواز او پیپلز ګوندونو احتمالي ایتلاف هم د دوی د ایتلافي حکومت زمینه نه شي برابرولی

د یوه ایتلاف په صورت کې د دغو ګوندونو د رایو شمېر ۱۲۹ ته رسیږي؛ حال دا چې د حکومت د جوړولو لپاره ۱۳۴ رایو ته اړتیا ده.

په اسلام آباد کې پولیسو پرون یکشنبې د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې یو شمېر کسان د ټاکنو د کمیسیون په مخکې غیر قانونې غونډې جوړوي چې پر وړاندې به یې قانوني اقدام وشي.

ورته خبرداری په راولپنډۍ کې هم ورکړل شوی و.

پاکستان د ۲۰۲۲ کال د اپریل له میاشتې راهیسې له کله چې پخواني صدراعظم عمران خان د پارلمان د رایو په پایله کې بې واکه شو، د یوه سرپرست حکومت له خوا اداره کیږي.

په اوس وخت کې عمران خان د فساد په تور بندي دی، خو پلویانو یې ویلي چې خپلې مبارزې ته به دوام ورکړي او نه غواړي چې له پامه وغورځول شي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *