د ملګرو ملتونو سرمنشي انټوني ګوټېرېش نن سهار په خپله ایکسپاڼه لیکلي، ښځې د نړیوالې ساینسي ټولنې یوازې یو په درېیمه ۱/۳ برخه تشکیلوي او په کاري برخه کې یې ونډه او بودیجه هم کمه ده.
ګوټېرېش لیکلي، نجونې او ښځې ساینس سره اړیکه لري او هغه وخت را رسېدلی چې پوهه شو دوی کولای شي نوښت پیاوړی کړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي د هر نجلۍ او ښځې په ملاتړ هم ټینګار کړی، څو د ده په خبره وشي کولای خپل ظرفیت لوړ کړي.
په نړۍ کې داسې مهال د ساینس برخه کې د فعالو نجونو او ښځو نړیواله ورځ نمانځل کېږي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته ښوونځي، پوهنتونونه او د نجونو لپاره د عصري زدهکړو ټول مرکزونه تړلي دي.