ش. قوس ۱۰ام, ۱۴۰۳

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) اعلان وکړ چې پرتګال د لومړي ځل لپاره له افغانستان سره د بشري مرستو له صندوق سره ۲۰۰ زره یورو مرسته وکړه.

دې ادارې نن دوشنبه د سلواغې ۲۳مه په اېکس پاڼه کې لیکلي چې پرتګال ۲۰۰زره یورو مرسته کړې چې د۲۱۵زره او ۷۵۰ امریکایي ډالرو معادل کیږي.

اوچا د پرتګال د دې مرستو لپاره مننه کړې او زیاته کړي ده چې دا له افغانستان سره د پرتګال لومړنۍ بشري مرسته ده.

تر دې مخکې اوچا اعلان کړی و، چې د اړتیا په صورت کې به سږ کال د افغانستان ډېرو خلکو ته بېړنۍ مرستې ورسوي، خو د ملګرو ملتونو له دغه هېواد سره خپلې مرستې کمې کړې دي، چې د دغه سازمان د شمېرو له مخې یوازې په افغانستان کې پنځه میلیونه وګړي د پلازمېنې کابل په ګډون مرکزي ولایتونو کې بشري مرستو ته بېړنۍ اړتیا لري.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *