ش. قوس ۱۰ام, ۱۴۰۳

دا ورځ ۲۰۱۱ کال کې د ملګرو ملتونو د پوهنې، کلتور او ساينس ادارې غونډه کې د اسپانيا د وړانديز له مخې په ګوته شوه، او ورپسې کال د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ کې په ټوليز ډول ومنل شوه، او د نړيوالې ورځې په توګه یې اعلان کړه.

يونېسکو وايي د راډيو نړيوالې ورځې ټاکنې تر شا لامل دا دی، چې دا يوه ارزانه او يوه مشهوره وسيله ده، چې کولی شي تر ټولو لرې پرتو سيمو او ګوښيو شوو ټولنو ته معلومات، پوهنه او پيغام ورسوي.

راډیو هغه غږیزې رسنۍ ده چې د افغانستان په لېرې پرتو سیمو کې په ډېره اندازه اورېدونکي لري او د هېواد پر اساسي مسایلو د هېوادوالو د خبرولو غوره وسیله ده.

په افغانستان کې په لومړي ځل کابل راډیو په ۱۳۰۴ لمریز کال کې د افغانستان د وخت د پادشاه امیر امان الله خان په وخت کې فعالیت پیل کړ.

د راډیو نړۍوالې ورځ سره جوخت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) ویلي چې له راډیو پرته د نړۍ تصور کول ګران کار دی. او په افغانستان کې اطلاعاتو ته د لاس‌رسي پر حق ټینګار وکړ.

یوناما د سې‌شنبې ورځ، سلواغې پر ۲۴مه په خپلې اېکس پاڼې کې لیکلي چې په افغانستان کې «اطلاعاتو ته د لاس‌رسي او د بیان ازادۍ له حقه» ملاتړ کوي.

د دغه بنسټ د معلوماتو پر بنسټ، دمګړۍ په افغانستان کې ۱۵۰ راډیوګانې فعالې دي.

بل‌خوا د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) د راډیو نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي چې د نړۍ له تحولاتو او پرمختګونو سره بیا هم راډیو  خلکو ته د باوري معلوماتو په رسونې کې رغنده رول لوبوي.

د دغه سازمان په وینا، راډیو د معلوماتو په خپرولو سره ټولنې پیاوړې کوي او د ناسمو معلوماتو د خپرولو پر وړاندې مبارزه کوي.

تر ۲۰۰۲ کال پورې یوازې «افغانستان ملي راډیو» وه؛ خو له هغه وروسته په تېرو دوو لسیزو کې په هېواد کې د خصوصي راډیوګانو د جوړېدو بهیر پیل شو. په دې موده کې په کابل او ولایتونو کې سلګونه راډیوګانې خپرونې لرلې او یوه هم د وطن راډیو وه چې په مرکزي ولایتونو کې نشرات درلودل او اوسمهال سټلایت له لاري نشرات کوي.

By admin

One thought on “د راډیو نړۍواله ورځ؛ د فبرورۍ ۱۳مه د راډیو له نړیوالې ورځې سره برابره ده.”
  1. The Beatles – легендарная британская рок-группа, сформированная в 1960 году в Ливерпуле. Их музыка стала символом эпохи и оказала огромное влияние на мировую культуру. Среди их лучших песен: “Hey Jude”, “Let It Be”, “Yesterday”, “Come Together”, “Here Comes the Sun”, “A Day in the Life”, “Something”, “Eleanor Rigby” и многие другие. Их творчество отличается мелодичностью, глубиной текстов и экспериментами в звуке, что сделало их одной из самых влиятельных групп в истории музыки. Музыка 2024 года слушать онлайн и скачать бесплатно mp3.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *