ش. جدی ۲۹ام, ۱۴۰۳

سبا د (یکشنبي) په ورځ به قطر د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړو استازو د غونډې کوربه وي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټېفن دوجاریک ویلي، د ښځو او بشري حقونو مسئله د دې سازمان له اصلي اندېښنو ده او باید د دوحې په غونډه کې د ښځو غږ واورېدل شي.

ښاغلي دوجاریک زیاتوي چې په دې غونډه کې به د سازمانونو استازي له طالب چارواکو او د مدني ټولنې او ښځو له استازو سره وګوري.

نوموړی زیاتوي:«په یقین سره، زموږ د اندېښنې مرکزي ټکی او په افغانستان کې زموږ د کار تمرکز د ښځو او نجونو د حیثت اعاده او د هغوی د بشري حقونو کرامت دی. دا غونډه به د افغانستان په تړاو د استازو غونډه وي، د غړو هېوادونو د سیمه‌ییزو سازمانونو استازي به له طالبانو سره وګوري او د مدني ټولنو د استازو په ګډون به د ښځو له ډلو سره هم ناسته ولري، ځکه مهمه دا ده چې د افغان ښځو غږ ډېر لوړ واورېدل شي.»

له دې سره هم‌مهاله، د بښنې نړۍوال سازمان د دوحې غونډې له ګډونوالو غواړي چې د هغو مجازاتو معافیت پای ته ورسوي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض لامل کېږي. دغه سازمان په خپله خبرپاڼه کې دوحه د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د ملاتړ لپاره د متحدو او همغږو اقداماتو لپاره یو مهم فرصت بللی دی.

د بښنې نړۍوال سازمان لیکلي:«د دوحې جوړېدونکې غونډه د ټولو افغانانو د حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب لپاره د متحد او همغږي اقدام لپاره یو مهم فرصت دی. د معافیت کلتور ته چې د طالبانو له خوا د بشري حقونو له نقض سره مرسته کوي، باید ژر تر ژره پام وشي.»

د امریکا جورج ټاون موسسې هم په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوحې په جوړېدونکې غونډه کې باید د افغانستان د نیمايي وګړو لارښوونې په پام کې ونیول شي:«که په پام کې وي، چې خپلواکه ارزونه د افغانستان په تړاو د نړۍوالې ټولنې د ستراتیژۍ لپاره د یوې لارې نقشې په توګه وي، د هغې لارښوونې  د نیمايي نفوس وضعیت له پامه نه‌شي غورځولای، لکه څنګه چې ځانګړي استازي له افغانستان سره د تعامل د څرنګوالي د څېړلو په حال کې دي، د هغوی په چلند کې باید د افغان ښځو او نجونو لیدلوری شامل وي.»

بل خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي، چې اصف علي درانی به د دوحې په غونډه کې د پاکستان په استازیتوب ګډون وکړي.

 د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي:«په دې غونډه کې د پاکستان ګډون زموږ د هغو هڅو یوه برخه ده چې د ملګرو ملتونو په ګډون له نړۍوالې ټولنې سره د فعال تعامل په برخه کې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او سوکالۍ لپاره هڅې پیاوړې کوي.»

د ښځو د حقونو فعاله لیما شېرزۍ څرګندوي:«د افغانستان خلک په ځانګړې توګه ښځې او نجونې د دوحې له غونډې تمه لري چې د امنیت او حقونو د تامین لپاره یې عملي ګامونه پورته کړي او د تېرو غونډو په څېر یوازې د کاغذ پر مخ نه‌وي.»

بل لوري ته د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت د یوه اعلامیه خپرولو سره په دغه ناسته کې ګډون رد کړ او په دغه اعلامیه کې راغلي دي:  د افغانستان اسلامي امارت په دې باور و، چي د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټوني ګوټېرش په مشرۍ د افغانستان لپاره د ګڼو هېوادونو د ځانګړو استازو ناسته یو بل ښه فرصت و، چې پر اختلافي ټکو په کې واضحې او په نتیجه ولاړې خبرې شوې وی.

 د بهرنیو چارو وزارت ملګرو ملتونو ته واضحه کړې ده، که اسلامي امارت د یواځيني مسول لوري په توګه د افغانستان په استازیتوب ګډون کوي او د دوحې ناسته کې د افغان پلاوي او ملګرو ملتونو ترمنځ په لوړه کچه پر ټولو مسایلو د واضحو خبرو زمینه برابره شي؛ نو ګډون به کټور وي، خو په دې برخه کې د نه پرمختګ له امله د امارت لخوا بې‌نتیجې ګډون ګټور ونه بلل شو.

 د یادونې وړ ده، که ملګري ملتونه موجوده حقایق درک کړي او د څو محدودو لوریو تر اغېز او فشار لاندې رانه شي او دا ټکی په پام کې ونیسي، چې د افغانستان اوسنی نظام د تېر شل کلن رژیم په څېر د چا تر اغېز لاندې نه راځي؛ نو د دې امکان شته چې د افغانستان اسلامي امارت سره په خبرو کې پرمختګ وشي.

داسې آوازي دی چې  په دې غونډه کې  به د سیمې او نړۍ اتلس هېوادونه ګډون وکړي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *