ش. جدی ۲۹ام, ۱۴۰۳

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې سفر سریلانکا ته په بریا سره بشپړ شو.

افغان لوبډلې وروستۍ شل اوریزه سیالي د ۳ منډو په توپیر وګټله.

د سریلانکا او افغانستان په درېیمې شل اوریزې سیالۍ کې افغان لوبډلې پچه وګټله او توپوهنه یې وکړه چې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو یې ۲۰۹ منډې وکړې.

په نننۍ سیالۍ کې رحمن الله ګربز ۷۰، حضرت الله ځاځي ۴۵، عظمت الله عمرزي ۳۱ او محند نبي هم ۱۶ ناسوځېدلې منډې وکړې.

همدارنګه محمد اسحاق رحیمي چې دا یې لومړۍ نړیواله سیالي وه، په ۱۶ منډو ناسوځېدلی پاتې شو.

سریلانکا ته پتيرانا او دننجایا دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

کوربه لوبډلې د هدف پوره کولو لپاره ښه پیل وکړ، خو په وروستي اور کې یې ۱۹ منډې پوره نه‌کړې او د ۳ منډو په تفاوت مات شول.

یادې لوبډلې ته نساکا او کمېنډو مېنډس نیمه سلیزې ووهلې.

په افغان توپ اچونکو کې محمدنبي دوه، قیس احمد، نوراحمد او فرید احمد یوه یوه وېکټ واخېسته.

دا لوبلړۍ سریلانکا دوه د یو پر وړاندې وګټله.

دغه راز په دې سفر کې افغان لوبډلې یوازینۍ ټېسټ او درې یو ورځنۍ لوبې هم وبایللې.

د ویلو ده چې تر دې سفر وروسته به افغانستان له ایرلینډ سره د درېیو لوبلړیو بهیر روانه میاشت په عربي متحده اماراتو کې پیل کړي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *