ش. جدی ۲۹ام, ۱۴۰۳

د پاکستان کرکټ بورډ د دوشنبې په ورځ ۲۹ کسیزه لوبډله اعلان کړه، چې د راتلونکي نړیوال شل اوریز جام سیالیو ته د تیاري په موخه به له پوځ سره تمرینات پیل کړي.

دغه تمرینات به د مارچ له ۲۶ د اپرېل تر ۸ نېټې پورې د ایبټ اباد په کاکول پوځي اډه کې ترسره شي.

چټک توپ اچوونکي محمد عامر او الراونډر عماد وسیم تر دې وړاندې له نړیوال کرکټ سره د مخه ښې اعلان کړی و، خو تازه یې دغه پرېکړه هم بېرته اخیستې او د دې تمریناتو برخه به وي.

د کرکټ ټیم ته د پاکستاني پوځ د تمریناتو ورکولو موخه دا ده، چې خپل لوبغاړي په فزیکي لحاظ لوبو ته بشپړ چمتو کړي.

پاکستان لاندي ۲۹ کسیزه لوبډله اعلان کړي ده:

بابر اعظم، محمد رضوان، صائم ایوب، فخر زمان، صاحب زاده فرهان، حسیب الله، سعود شکیل، عثمان خان، محمد حارث، سلمان علی آقا، اعظم خان، افتخار احمد، عرفان خان نیازی، شاداب خان، عماد وسیم، اسامه میر، محمد نواز، مهران ممتاز، ابرار احمد، شاهین شاه افریدی، نسیم شاه، محمد عباس افریدی، حسن علی، محمدعلی، زمان خان، محمد وسیم جنر، عامر جمال، حارث رئوف او محمد امیر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *